
ایکنا- یوې فلسطینۍ هنرمندې د غزې د بندر په پلیټ فارم کې په شتون سره ، په دیوال باندې په هنري نقاشې کې د صمود په نامې سره د مرسته کونکو کشتیو له کاروان سره د پيوستون د اعلان په خاطر د مقاومت په بیلګې سره یو ډیر په زړه پورې هنر ثبت او انځور کړ .ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، دغه فلسطیني هنرمندانو د تیرې یکشنبې په ورځې دغزې بندر په پلیټ فارم کې د سمندر په لور چې مودې کیږي، د کلابندئ اوکړاؤ او دردونو شاهد دی، په لويدیوال باندې یوه نقاشي جوړه کړې چې د صمود په نامې سره دمرستندویه کشتیو له کاروان سره د پیوستون او په سمندر کې پر دغو کشتیو داسرائيلي وحشي رژيم دحملې په محکومیّت کې دمقاومت او سمبول ګرځیدا انځور کړې ده.
په دغه لوي دیوال باندې په نقاشې کې د ترکیې، پشمول د بیلابیلو هیوادونو بیرغونه ، د لوي سمندر د کشتیو دصحنوترڅنګ انځور شوي چې د سمندر په نړیوالو اوبو کې حرکت کوي.
د وئيلو ده چې د صمود نومې بشر دوستانه مرستدویه کشتیو لوي کاروان چې خپل ماموریت ئې د ۲۰۲۶ کال د پسرلي په نامې سره د ایټالیا له سیسیل ټآپو څخه پیل کړی ؤ، له کرټ ټاپو سره نزدې په نړیوالو اوبو کې د صهیونیسټي رژيم د وحشي پوځیانو له بوږنونکي حملې سره مخ شو.
په دغه ماموریت کې د نړئ له ۳۹ هیوادونو څخه د سولې کابو ۳۴۵ فعالانوشتون درلود . راپورونه ددې ښودنه کوي چې اسرائيلي وحشی پوځيانو ۲۱کشتئ درولي دي، په داسې حال کې چې یوشمیر نوره کشتئ هم بریالۍ شوې ځانونه د یونان ساحلي اوبو ته ورسوي.
https://iqna.ir/fa/news/4350417